...

صاحب شاه صابر

که مونږه لږې سترګې وغړو

که مونږه ځان په رښتيا وکړو

دا تيارې ګوره چې رڼا راوړي

شپه چې درنه شي نو سبا راوړي

 

مونږ که وژلى شي نو و دې وژني

د ازادۍ جذبه به ځه و وژني؟

د چا د سر سترګې که وټړي څوک

د چا د زړه سترګې به څه وتړي؟

 

د ارتقاﺀ نغمه چې زنګ ووهي

د غيرت وينه چې غورځنګ ووهي

د خاموشۍ د مور مړۍ ماتوي

د کبرجنو ککرۍ ماتوي

 

دا زنګ وهلي زنځيرونه څه دي

دا د فرېب د چل دامونه څه دي

دا چې زمونږ په زړونو لوبې کوي

دا چې زمونږ سترګې لاسونه تړي

 

دا چې زمونږ جذبو ته تار جوړوي

دا چې په مونږ درنګ له ناتار جوړوي

ددوى نيتونو ته نور نشو کتى

د دوى لاسونو ته نور نشو کتى

 

خو لږه نوره قرباني به غواړي

لږ لېونتوب، لږه مستي به غواړي

ګورئ چې بیا غرونه ماتیږي کنه

ګورئ چې بیا شپه سبا کیږي کنه

 

څوک به تر کومې په ستم ژوندي وي

د غم ياران به څو په غم ژوندي وي

دا د چنګېز او هلاکو روايت

دا د هټلر نه پاتې شوى حکمت

 

د لېونو د وینو رنګ غواړي

د رڼو مستو سترګو جنګ غواړي

دا د غرور او تکبر بېماران

د رڼو مستو سترګو جنګ غواړي

 

اوس د دعا په شربت نه جوړيږي

نور د منت په دارو نه رغېږي

د دوی غیرت د لمبو اور غواړي

دوی د زړه زور د مټو زور غواړي

 

راځي چې مونږ سره لاسونه يو کړو

راځي چې مونږه سره زړونه يو کړو

چې د یو بل سره اواز یو کړو

د سوزونکو نغمو ساز یو کړو

 

راځئ چې يو شو سره زور پيدا کړو

چې دوى يې غواړي هغه شور پيدا کړو

د خاموشۍ د سر غرور مات کړو

د بې وسۍ د غوږو در مات کړو

 

راځي چې مونږ سره لاسونه يو کړو

ځئ چې د دوی تر محلونو ورشو

ځئ چې د دوی نه خپل چمن واخلو

د ګلچینانو نه ګلشن واخلو

 

چې په تنکو ګلو سپرلي را ولو

چې دې بيديا ته خوشحالي راولو

چې د غوټو سترګو کې نور راشي

چې د چمن زړه ته سرور راشي

 

چې ازادي د فکر وفن راشي

سپرلى د ژوند په ګلبدن راشي

چې په هر کور نوې رڼا خوره شي

چې په کوڅه کوڅه وفا خوره شي

 

چې د ساقي سترګې نشې ووينو

د لمر د حسن پلوشې ووينو

چې ترانې د ازادۍ جوړې کړو

خوږې نغمې د خوشحالۍ جوړې کړو