...

صاحب شاه صابر

ستا د مینې په نوم اوس هم ګنهګار دی

هغه ستا لېونی، هغسې په دار دی

د احساس د ګل ګرېوان پکې تار تار دی

خدایه دا څنګه چمن؟ څنګه بهار دی؟

له وجوده مې چاپېره خوشبویي شوه

دا مې ته په خوا کې تېر شوې؟ که بهار دی؟

بادشاهان یې د سرو سپینو سوداګر دي

لېوني پکې څوک څه پېژني، ښار دی

دا نشه به دې، که خیر وي، سبا نه وي

نن خو خیر دی، ستا د زلفو اقتدار دی

دا چې اوس هم د ځوانۍ خوبونه وینم

ما لیدلی ستا د تورو زلفو وار دی

چې د هر څه و په هر څه کې بې کار و

دا سړی څنګه د هر څه نه وېزار دی

څوک د زړه په زخم هغسې نازېږي

څوک د زړه شوره اوس هم ناکلار دی

دا چې زه پرې د دنیا رنګونه وینم

دا د کوم اسمان؟ د کومې رڼا تار دی؟

ستا د مینې له جنته مې وباسي

کمپیوټر، که انټرنېټ، که وي-سي-ار دی

د دنیا هره سودا پکې خرڅېږي

زړونه نه دي، دکانونه دي، بازار دی

ماته پته ده زما نه قربانېږي

زه یې پېژنم، صابر دی، زما یار دی