صاحب شاه صابر
څه د دردونو لېوني بادونه ولګېده
ستا د بڼو سره مې بیا زخمونه ولګېده
ما د کلونو لار په دوه قدمه ووهله
ستا په یو دوه قدمه لار ګلونه ولګېده
چې د وجود وینه مې ټوله مینه مینه شوله
په زړه مې خدای خبر د چا لاسونه ولګېده
د هغه یو ګل د یوې نرمې خندا په طمع
زما د زړه په زمکه ډېر ګلونه ولګېده
دنیا که هر څو محبت د کفر څلی ګڼو
خو په دې څلي د دنیا سرونه ولګېده
په هغه خاوره د نفرت فصلونه،نه ټوکېږي
په کمه خاوره چې زمونږه پلونه ولګېده
اوس دې د زړه درزا زما دزړه خبرې کوي
ستا په بې غمه زړه زما غمونه ولګېده
ما د وفا سترګې په یو محفل کې ټیټې نه کړې
که په لمن مې د دنیا داغونه ولګېده
صابره! مونږ خو لا د یو بل لوګي شوي نه یو
په رقیبانو خامخا اورونه ولګېده