صاحب شاه صابر
چې تر څو غرونه ولاړ وي
چې تر څو واورې وريږي
چې تر څو سيندونه خوځي
چې تر څو اوبه بهيږي
چې تر څو زمکه لمده وي
چې تر څو اسمان پړقيږي
چې تر څو بادونه لږي
چې تر څو سپرلي پوهيږي
چې تر کومې رڼا لږي
چې تر څو رنګونه رپي
چې تر کومې نمر راخيږي
چې تر کومې سپوږمۍ خاندي
چې تر څو بادونه رپي
چې تر کومې پردې خوځي
چې تر څو تارونه رپي
ځه او ته به په دنیا يو
زه او ته تر هغې نه مرو
چې په زمکه هوا لږي
مونږ به څنګ مرو، مونږ به څه مرو
چې د زمکې زړې لوند وي
خدای ګواه دی که به ومرو
ه يو شکل کې له پايو
په يو شکل کې به نه مرو
په ګلونو کې به ګرځو
په سپرلي کې به ټوکيږو
په هوا کې به الوځو
په باران کې به وريږو
په رنګونو کې به رپو
په رڼا کې به ټوکيږو
په سازونو کې به اوسو
په نغمو کې به تڼېږو
په زره کې به غړيږو
په لمحه کې به ټوکيږو