صاحب شاه صابر
چا چې د حسن د سپرلي د خوند قیصه کړې ده
زما د زړه د پرهر څړیکې سره لمبه کړې ده
ما او جانان يو بل ته ډېر كتلي ډېر ژړلي
ما او جانان زما د زړه په کور کې شپه کړې ده
دا د چينې خوا ته ګل، دا د ګل په مخ کې رڼا
په دې صحرا کې چا مئبن لېوني شپه کړې ده
په دې کوڅه کښي مي بلا خاورې په سر باد کړي
ده ددې کوڅې خلکو مې ډيره تماشه کړې ده
زه ددې ښار د روغ رنځور خبرې پېژنمه
ما ددې ښار په پټ پاتونو شوګيره کړې ده
زه د اسمان د بدنیتی نه خبر شوې یمه
ما د سپوږمۍ سره بېګاه لږه جرګه کړې ده
بیا به زما د درد د څړیکو څانګې نه غوڅوي
سپرلي زما سره د ګل په خوله وعده کړې ده