صاحب شاه صابر
زرې زرې شي چې رڼا ته رسي لمر ته رسي
ستوري د سختو نه تېریږي چې سهر ته رسي
چې نښه وي میئن کوڅه د جانان وپېژني
د مات ټیکري په درک سړی ګودر ته رسي
په ما هم هغه څوک د کفر ګواهي ورکوي
څوک چې زما په زور محراب ته ځي منبر ته رسي
په کربلا کې به سحر وي رڼا شوې به وي
چې د حسین پرې شوی سر د یزید در ته رسي
د مزل ستړې د منزل په مخکې هیڅ هم نه دي
له غرونو اوړي چې سیندونه سمندر ته رسي
د محبت په ژبه هغه لېوني پوهیږي
د چا د زړه د زخم څړیکه چې ځیګر ته رسي
شوګیره هغه وي چې شپه ترې سترګه پټه نکړي
اسویلی هغه وي چې تاو یې ستمګر ته رسي
د خوشحال څلی ترېنه کوم تیراه ته وتښتوو
د اورنګزیب د اس د پښو دوړه خیبر ته رسي
غر د پیریانو ښاپېرۍ د تورابان ورسي
زمونږ د مینې قصه سر وخوري چې سر ته رسي
ته د صابر زړه دردوې تاله مزه درکوي
ما سره غم دی چې ازار یې ستا نظر ته رسي
هغه د غرونو لیونی به پکې څوک پېژني
دنیا به نوره وي صابر چې پېښور ته رسي