صاحب شاه صابر
د ژوند صحرا ته مې د مينې باديوه راوړې
ما د احساس د ګل په لپه کې لمبه راوړې
زه د مين زړه د رضا نه بغير نه پايمه
ما کله کله د جانان کلي ته شپه راوړې
زموږ څه خو يا په سترګو کې لمبې د خمار
يا په تنکي زخم کې ستا د ياد شغله راوړې
د لېونتوب د جنګ په زغره کې مې نغښتی ايمان
د سهار مونځ ته مې له ځان سره نېزه راوړې
زما نصيب، زما د جنګ او جهاد دغه برخه
چې خپله توره مې په خپلو وينو سره راوړې
راشه چې خپل مخ پکې ووينې، ځان وپېژنې
ما په ورغوي کې د مينې ائينه راوړې
بس داسې لږ د مينې رنګ ورکړه نو ډېره ښه ده
وخته چې تا د نوي ژوند کومه نقشه راوړې
ته راته ووايه چې څه په کربلا کې شوی
ما په ټکر او په بابړه تبصره راوړې
دغه سړی د محفل رنګ ته ګوري، اوروي څه
هم يې غزل راوړې، هم يې قصيده راوړې
بيا به په هر سړي په زور خپله خبره مني
زورور بيا د خپل غرض توره تېره راوړې
د خپل قدرت له نصاب ما خبروي، ما پوهوي
زما قاتل ماته زما د سر کاسه راوړې
زما د غرونو د ښایست له غمه هر سوداګر
د کرش ماشين او فولادي سپينه اره راوړې
د انتظار د هاړ تودو غرمو وهلی صابر
د خپل ارمان د ونې سيوري له دمه راوړې