...

صاحب شاه صابر

که زمونږ تورې نه وې، زغرې نه وې

نن به د ژونده دومره لرې نه وې

څه بلا وه، خو سر يې نه لګېده

په ښار کې خلك وو خبرې نه وي

خبره دا نه وه چې نه الوتو

خبره دا وه چې وزرې نه وې

مونږ مئین وو په مینه نه پوهېدو

زمونږ بلۍ وې خو کونترې نه وې

پښتونه څه غم دې په کور راغلی

چې په ښادۍ کې دې سندرې نه وې

یاران به څنګ له یو بل څه زارېده

د مینې شکور نه و، شکرې نه وې

سترګو يې زه زما نه واخیستمه

صابره ډېرې زورورې نه وې