...

صاحب شاه صابر

د زورورو زورورې کيږي

دلته د نه کیدو خبرې کيږي

بې زوره هغسې بې زړه بې وسه

په زرو هغسې وزرې کیږي

زمونږ لمنې هسې تورې نه دي

زمونږ په غرونو کې ګورګورې کېږي

لا دې په دې خاوره څوك زړه نه سيزي

لا پکښي شات شته دی، شکرې کېږي

ما د احساس د اور اوبه ورکړي

د زړه په زمکه مې سندرې كېږي

بيا يې څوك نوم اخلي پښتون يادوي

بیا چرته جنګ کېږي، لښکرې کېږي

لا خو څوك ژبه خوزولی نه شي

لا خو په سترګو کې خبرې کېږي

صابره هغسې ستا نوم اخلي څوك

په ګودر هغسی خبري کېږي