صاحب شاه صابر
سترګو یې اور کوو، لمبې کولې
د پرهر څړیکو مې شغلې کولې
ستا د قامت سیالي اسانه، نه وه
چنار په ژمي کې لمبې کولې
دا محتسب د چا ازار وواهه؟
ده به رندانو ته ښېرې کولې
زما د زړه دشت ته راغلې هوا
ستا د بڼو د بڼ کیسې کولې
ستا د ناز غنې مې له خدایه غوښتې
ما د زخمونونه جامې کولې
د یو پرهر د یوې شپې دردونه
ستا د بڼو بلا کیسې کولې
صابره! څنګه د دنیا ساده وې
چې د دنیا نه دې ګیلې کولې