صاحب شاه صابر
څوک چې داغ
داغ ګڼي
زمونږه لیونو لمنې
دنیا لیدلي دي د هغه فرښتو لمنې
دلته د غل او د قاضي قیصه یوه قیصه ده
دلته کښي سپیني دي د غلو د غلچکو لمنې
مونږ په خولو کښي د حالاتو واوري ویلي کړلي
مونږ نیولي دي د میني په لمبو لمنې
یارانو هلته به نزدي وي ذ ګلونو موسم
چي په کوم ځای کې درنه ونیوي ازغو لمنې