...

صاحب شاه صابر

تا چې زما په زړه کې تا وکړه

ما درته څه بلا دعا وکړه

هر ښکلي هرې ښکلا هرې ادا

زما د زړه څه نا څه غلا وکړه

د ژوند په ساه، ساه کې مې ساه اخلي

په ما یې داسې څه بلا وکړه

شېخه زمونږ خدای به دې څنګ وبخښي

په محبت کې دې ریا وکړه

په ښار کې څوک د ځانه نه دی خبر

هر چا له خپله کوره غلا وکړه

درد درد مې څړیکې څړیکې سترګې وکړې

داغ داغ مې دغسې رڼا وکړه

زه هم هغوی په کاڼو ویشتی یمه

ما چې د چا سره وفا وکړه