...

صاحب شاه صابر

چې په ککو کې ستا د مینې میکده ګرځوم

سترګو کې خوب او په بڼو کې شوګیره ګرځوم

لا خو د دړد په تار کې پېرم د الفت ګلونه

لا خو د زړه د پر هر خوله په وینو سره ګرځوم

زه لیونی یم ، که رښتیا ازار وهلی یمه

چې په ړندو پسې په لاس کښي ائينه ګرځوم

خير ! ما دي وژني ، ما دي مړ کړي د رڼا قاتلان

زه به په لاس کې د شعور بله ډیوه ګرځوم

له سپینو واورو بارانونه د سپرلي غواړمه

په تورو غرونو د سپوږمی ماته کاسه ګرځوم

ما د حالاتو لیونی سوکړه وژلی نشي

زه د ارمان په تندي ستا د خیال خوله ګرځوم

ما لیونی به پکې خدای خبر چې څوک پيژني

زه د ټول كلي غم د مينې په اوږه ګرځوم

د تورې شپې توره تیاره د ژمي يخه يخني

زما نصیب دی چې په لپه کې لمبه ګرځوم