صاحب شاه صابر
څه د وهمونو د تيارو ووتې
زړه چې د مينې د لمبو ووتې
زما د زړه د کوره ونه وتې
که د محفله په وتو ووتې
اوس چې ساه اخلې زما ساه ډوبوي
زړه د ټوپونو د غويمو ووتې
دا اوبه څه د غم د اور اوبه وې
له صراحۍ نه په سلګو ووتې
ارمانه پوي شومه رښتيا دې ووې
لاړې په لار د لېونو ووتې
مينې هوښياره شوې هوښياره به شې
که د څو نورو حادثو ووتې
اوس په بڼو کې اوښکې نه ګرځوې
صابره لاړې د قيصو ووتې