صاحب شاه صابر
زما د زړه درزا خو تا پېژني
زما مئینه مینه ما پېژني
په دې کې څه د حیرانۍ خبره
ته ائینه، ائینه تا پېژني
په ځنګلونو کې لوی شوی انسان
د ښار تیاره د ښار رڼا پېژني
زما د مینې د خوبونو فصل
د وریځ ټول دروغ رښتیا پېژني
د محبت په ښار کې ورک لېوني
ځانونه پېژني دنیا پېژني
ما ته دا نه وايي چې څه دې وکړل
زما د ښار لېوني ما پېژني