صاحب شاه صابر
نه لېونى او نه ملنګ پېژني
ښکلي قلنګ غواړي قلنګ پېژني
د لونګينو غاړو خداى اسره شه
زلمي نه لو او نه لونګ پېژني
د او سنيو پېغلو دې خدائ اسره شي
نکريزې نه پېژني، رنګ پېژني
څنګه به سپوږمۍ ته رسي خاورې نشي
پښتانه مرګ پېژني، جنګ پېژني
د پښتنو په غم مېن لېوني
خوشحال خان پېژني، اورنګ پېژني
ته خو خبر يې چې دنيا څنګه ده
نه ګودر پېژني، نه بنګ پېژني
له دنيا هغه خلکو ګټه وکړه
چې خپله لى او خپل اهنګ پېژني
د محبت په راز میېن لېوني
سره شمع
پېژني، پتنګ پېژني