...

صاحب شاه صابر

په اباسین خفه شوم

په دغه سیند خفه شوم

چې څنګه شور يې کو

زورور زور وو پکې

زورور زور يې کوو

څنګ غړمبیده روان وو

په دو، دو ته (تلو) روان وو

د واورو غرونو په سر

غرونه يې وړه روان وو

څنګ رپيده له زوره

څنګ يې ټوپونه وهل

څنګ يې چپې وهلې

څنګ يې موجونه وهل

څنګ په خپل زور غاور وو

بل څوك یې نه اوريده

تلو په خپل زور غاور وو

دا څه یی څه اورېده

 

`` د اباسینه می ګیله ده

په غوړ سونډي ورته ولاړه يار مې وړينه ``

دی په خپل زور غاوره

ده د چا نه اورېدل

که چا به هر څو وئیل

که خلکو هر څو ژړل

راغلی نه وی اباسینه

په نیمه شپه دې نوښار دړې وړې کنه

که چا به دا وویل

دی به لانور غصه شو

که ده به دا واورېدل

په ځان به نور غره شو

اباسین بیا په چپو راغی

په سر يې راوړې سپينې خولې سره مهرانونه

په اباسین خفه شوم

څه زورور سیند و

څومره ډېر څه يې لرل

څه بختور سیند و

ده چې به ساه اخیسته

زمکې به څنګ بدلو

ده چې به لمر ته کتل

اسمان به رنګ بدلو

ده به په دو کې راوړل

ځان سره سره ټيکونه

د ده په غاړه به وو

سپين كاڼي سره لعلونه

د ده کاړونه د سرو

د ده بيړۍ بامونه

د ده کرکڼې میوې

د ده بيلي ګلونه

د ده رڼا لوبول

د خدای پلونه میان

د ده ها به راوړل

رنګ رنګ ګلونه مرغان

د ده بلا مئيني

ښکلې، ښائسته جینکۍ

په ده به تل الوتي

د محبت لولکۍ

د ده په هر ګودر به

سپرلی، اختر ميله وه

د ده په هره غاړه

هر مازیګر میله وه

د ده په خوا کېسې به وي

د مينې هلې ځلې

ده د په غاړه به وو

ناست زلمي ډلې ډلې

چا به چپې شمېرلي

چا به قیصی کولې

چا به شپیلۍ وهلي

چا به ټپې کولې

په ده اباده دنیا

د رنګینو ډکه وه

هم په سندرو مړه

هم د قيصو ډکه وه

 

په اباسین خفه شوم

په دغه سیند خفه شوم

څومره دبدب و د ده

په څه غرور کې به و

سیند وو که ډب و د ده

د ښايست سيال يې نه و

د زور مثال يې نه و

خو اوس هيڅ سر نه لري

لکه چې تال يې نه و

په اباسین خفه شوم

يا چې څه و نو څه و

يا چې څه دی نو څه دی

یا لیونې روان و

یا اوس د تللو نه دې

اندام اندام يې وتې

ليچې وزرې ښکاري

پرون يې غرونه وړل

نن يې کمرې ښکاري

 

په اباسین خفه شوم

ده د ځوانۍ په زور کې

څنګه ټپې کولې

ده پښتنې خاورې ته

څنګه قيصې کولې

ده د يوسف سترګو له

د بانو رنګ ورکړی

ده د دلي غیرت له

د شهی ننګ ورکړی

ده د خوشحال تورې له

د ننګ اوبه ورکړي

ده د رحمان قلم له

د حيا سره ورکړي

ده پښتنې دنيا له

د ښائست شور ورکړی

ده د پښتون غیرت له

د مينې زور ورکړی

 

خو چې په ده راغلله

پښتنو هېڅ ونه وې

دا غریب دغسي شو

شته پښتو هېڅ ونه وې

هېچا پري ننګ ونه کړ

په دغه سیند خفه شوم

په پښتو ویرېدم

په اباسین خفه شوم