...

صاحب شاه صابر

د سمندر هوا بدله شوله

مونږ سره هیڅ د یارۍ دود نه کوي

په سمندر کې غورځنګونه وهي

په مونږ د څاڅکي اوبو سود نه کوي

د سمندر هوا بدله شوله

 

په مونږ چیتر پشکال نه وروي

مونږ د چینو رڼو اوبو پسې مرو

زمونږ نه تېرې قصې هیرې شولې

مونږه ده ژمي په جړو پسې مرو

مونږ د سوکړې له تاوه ورک لیوني

هغه په بله ورېځ وړي ورېږي

مونږ پسې ډېر مخ په قیبله ووتو

هغه زمونږ نه په څنګ ځي ورېږي

د سمندر هوا بدله شوله

 

د سمندر هوا به نه بدلېده

مونږ د ژوند کومه تباهي ونه کړه

مونږ په دې خپله زمکه څه ونه کړه

په مونږ دې بل څوک ولې زړه وسېځي

مونږ چې د خپل ځان سره ښه ونه کړه

مونږه د غرونو ونې وسېځلي

مونږ خپل سیندونه د خزلو ډک کړل

مونږه ده کر زمکه په کور ونیوه

د ونو سیوري مو ده سره ورک کړل

د سمندر هوا بدله شوله

 

زمونږ د زمکې په مخ نه الوځي

زمونږ ده برخې اسمان نه برېښوي

زمونږ د زړونو چینې نه تانداوي

په مونږ د مینې باران نه وروي

د سمندر هوا بدله شوله

 

زمونږ ده غرونو واورې ویلې شولې

زمونږ د کاڼو نه خولې ووتې

زمونږ ده غرونو ونو اور اخیستی

د شنو نښترو نه لمبې ووتې

د سمندر هوا بدله شوله

 

زمونږ تنکي فصلونه ودوړېدو

زمونږ ده برخې اوبه وسوځېدې

په مونږه لمر ایوه نېزه راښکته

زمونږ څه وینې تویې څه وسوځېدې

زمونږ تنکو ګلونو ساه ورکړله

زمونږ تنکۍ مماڼې اودوړېدې

زمونږ مرغۍ له تندې وسوځېدې

زمونږ د ونو پاڼې ودوړېدې

د سمندر هوا بدله شوله

 

زمونږ له اوره ایرې نه اړوي

زمونږ د سترګو لوګي نه پاکوي

زمونږ په زړونو دیرې نه اړوي

مونږه د کلو کوڅې تنګې کړلې

مونږ د ښارونو انتظام ونه کړ

مونږه هر څه په خپله ښه راوستل

مونږه د هېڅ سره ناکام ونه کړ

مونږه د غرونو ونې ووهلې

مونږه په ښار کې کارخانې جوړې کړې

مونږ د ګلونو دوکانونه وران کړل

مونږه هر ځای مستري خانې جوړې کړې

مونږ د کبلو جرړې ووېستلې

مونږ په باغونو کې بنګلې جوړې کړې

مونږه په ښار کې خالي ځای پرېنښود

مونږه په هر ځای کې پلازې جوړې کړې

مونږه د کرش په مشین وځیرلې

د خپلو غرونو د بڼونو سینې

په بلډوزرو مو ذرې ذرې کړې

د سرو ګلونو د تخونو سینې

 

د سمندر هوا به نه بدلېده

مونږ د هوا په مخکې څه پرېښي دي

د ګاډو تور لوګي او خړه هوا

زمونږه ټوله دنیا ټوله دنیا

د ابادۍ له زوره ستړې فضا

چې مونږ د خپل تاوان شعور نه لارو

چې مونږ د خپل ځان سره ښه نه کول

د سمندر هوا زمونږه څه وه

د سمندر هوا په مونږ څه کول