صاحب شاه صابر
چې ستا د سترګو د نظره نه وه
هغه نشه نشه د سره نه وه
ستا د خواره وربله نه تېرېده
د ګل وږمه دومره بې سره نه وه
په رقيبانو چې مې جنګ بائيللو
ما سره ستا د رضا زغره نه وه
په څه خبره چې خفه شو سره
هغه خبره څه خبره نه وه
په نوم یې ښکلو قسمونه خوړل
مینه مې دومره بې باوره نه وه
ستا د بڼو په شر يې واړولم
څړيکه لا وتې د پرهره نه وه
ځان ته مې ستا خبره څنګ کړې وی
چرته ستار چرته سندره نه وه
زما د زړه رضا يې نه کوله
دنيا زما غوندې بې سره نه وه