صاحب شاه صابر
د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي
مينه د ميني څو خبرې غواړي
زلمي په غرونو کې غمي لټوي
پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي
د ادم خان د ګوتو دم وتی دی
درخو رباب غواړي سندرې غواړي
مونږه ګلونه پرهرونه وېشو
دنيا لعلونه ملغلري غواړي
ترخو حالاتو ترخې کړي ژبې
د مينې شکور غواړي شکرې غواړي
د پرهرونو د سپرلي بادونه
د غم جاګير د غم دوترې غواړي
د خپل اختيار د اسمان سيل صابره
خپلې بڼې خپلې وزرې غواړي