صاحب شاه صابر
خدای خبر دوی ته به ځان څه ښکاري؟
چا ته چې ظلم ظلم نه ښکاري
د پرهرونو جامې اغوندمه
موسم یخ زړی دی ساړه ښکاري
لکه د درد دنيا مې کمه شوله
جوره شراب راته تراخه ښکاري
په چمن څه نوې هوا الوځي
ګلونه لږ غوندې راڼه ښكاري
لايې يوه خبره سمه نه ده
لا خلك هغسي كاږه ښکاري
چې د دنيا خلکو ته وګورمه
دا خپل ملګري راته ښه ښکاري