صاحب شاه صابر
په دنیا کې د دنیا د غمه تنګ یم
چې یواځې یم د ځان سره په جنګ یم
په کوڅه د لونګینو غاړو راغلم
ټول وجود مې خوشبوئي کوي لونګ یم
چې ده مينې لېوني رانه تاويږي
دا د کم ګودر د کومې غاړی بنګ یم
ته په څه داسې غاوره شوې بدل شوې
زه خو هغسې باچا یم چې ملنګ یم
د ازغي سره چې ولګیږم ګل شي
په رښتیا د محبت په رنګ کې رنګ یم
زه د هغې نومه هغسې ځارېږم
چې د څنګه یې موده وشوه په څنګ یم
د صابر سترګو کې ټوله شپه غړېږم
پوهه نه یم چې رڼا یمه که رنګ یم