...

صاحب شاه صابر

د ګلونو ډیوې بلې تماشې دي

څه زخمونه څړیکې څړیکې دي لمبې دي

دا چې سترګې مې اوچتې دي رڼې دي

روڼې کړې مې په نره تورې شپې دي

چې په غم د غم ځپلو غمژن نه وي

هغه زړونه زړونه نه دي ادیرې دي

د ماڼو سیورو له مه ورځئ ملګرو

خلک وايي چې راتلونکې زلزلې دي

ته په ډېر څه کې اشنا د لوږې مړ شوې

زه که وږی يم خو سترګې مې مړې دي

چې زما د وینو څاڅکي پکې رپي

د تیارو سترګې که تورې دي رڼې دي

د رڼا فصل ټولیږي سباوون دی

اورېدلې مې د ستورو ګنګوسې دي

نوې سترګې نوی نوی نظر غواړي

په دنیا کې نوې نوې تماشې دي

اوس د ښار او کلي دومره فرق نشته

اوس د ښار او کلي څومره فاصلې دي

ما د مینې سمندر له ځانه تاو کړو

زه خبر یم چې د ژوند شګې تودې دي

ځه چې ورشو د صابره به څه واورو

خلک وایې چې خبرې یې خوږې دي