صاحب شاه صابر
شر دې سر وخوري خو له شوره وځي
مینه د کلي له پېغوره وځي
چې څړیکې څړیکې پرهر خوله وروولي
لکه چې درد د زړه له زوره وځی
ځم که په تار یې د دعا وتړم
درد دومره ډېر شو له ټکوره وځي
هر چا د خپل زړه لامکان ونیو
هر څوک د خپل احساس له اوره وځی
په سترګو لاس ږدمه چې و نه وځي
ستا د رڼو سترګو له توره وځی
بهر د زړه خوږېدو څه پاتې دي
سړي په څه پسې له کوره وځي
غندل غندل ارمان به نه ژاړمه
چې د کږو وروځو له توره وځي
ورو ورو رغیږي هوښیاریږي سړی
ښکاري صابر د زړه له زوره وځي