صاحب شاه صابر
ستړى ستومانه چې د کاره راځم
تا يادومه چې په لاره راځم
د ارمانونو پنډ په سر راوړمه
کور ته چې هر ماښام د ښاره راځم
د کلي ډيرې لارې ډيرې کوڅې
په دې کوڅه د چا لپاره راځم
د پرهرونو جامې واغوندمه
چي په سپرلي کې د ګلزاره راځم
څه نوي غم نوي سودا راوړمه
چې د حالاتو د بازاره راځم
د مېخانې دروازه مه بندوئ
يارانو زه به د روزګاره راځم