صاحب شاه صابر
بد لیونی شو، انتظار نه کوي
درد یوه څړیکه ده قرار نه کوي
اوس مې د زړه په رضا پوهه شوله
اوس چې په تلو کې شي تلوار نه کوي
ستا د وعدې په تار تړلی زخم
ما ژړوي سپرلي ته وار نه کوي
خمارې سترګې د نظره شولې
قجیر باڼه د زړونو ښکار نه کوي
اوس خو دې کله کله هېر هم کړمه
اوس مې زړه کله کله کار نه کوي
د زمانې هوا بدله شوله
څوک په قسم باندې اعتبار نه کوي
داسې له یو بله ماړه شو خلک
څوک د یو بل سره روزګار نه کوی
اوس په دنیا پورې زړه نه تړمه
اوس مې دنیا ته زړه ازار نه کوي
خدای خب رڅوک به څه وفا ورکوي؟
سړی له دې غمه اظهار نه کوي
لکه چې بیا هغه تصویر جوړوم
صابره! بیا مې ګوتې کار نه کوي