صاحب شاه صابر
ردې کفر کلمې ورځي
خلکو له څه بلا قیصې ورځي
مونږ که ګناه وکړه خو کفر به وي
شېخ که ګناه کوي توبې ورځي
د واعظ هره فلسفه د فساد
واعظ له نور څه؟ خو فتنې ورځي
د محتسب په توبه مه تیر وځه
ځي میخانې ته خو د شپې ورځي
هغوی په هر موسم کې سپين سپېځلي
هغوی له هر رنګ قصیدې ورځي
سړی چې وځي دا رنړا په لټون
مخې له څه نا څه تیارې ورځي
هغه زمونږ د زړونو غلا پیژني
هغه له ناز ورځي، نخرې ورځي