صاحب شاه صابر
د سرو لمبو د غرغرو د شوره نه دي خبر
دا څوک چې جنګ غواړي، د جنګ د زوره نه دي خبر
زما د کور د ورانولو په ارمان لېوني
د خپل ارمان د ورانېدونکي کوره نه دي خبر
د خاموشۍ په تقدس ایمان لرونکي خلک
د لړزېدلي لړزونکي اوره نه دي خبر
زما بچي لا د ګودر اوراورکي يادوي
دوی په ګودر د لګېدلي اوره نه دي خبر
دومره خبر يم چې له تورو نه يې وينې څاڅي
دومره پوهېږم چې ياران په نوره نه دي خبر
چې د چا زړه ورانوي څنګه به ماڼۍ جوړوي
چې د بل بد کوي د بل له پوره نه دي خبر
دا خلک دومره د نفرت په ګناه مه ګرموه
دوی ته ګناه نشته صابره وروره نه دي خبر