صاحب شاه صابر
د ښايستونو څه معلومه ده چې څه به کوي
د تندرونو څه معلومه ده چې څه به کوي
په کومو زړونو چې بې درده خلکو لوبې وکړې
دهغه زړونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ځئ چې د خپلو ارما نونو ستوري ولټوو
د اسمانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
په سرو ګلونو خو سيلۍ والوته ورژېدل
دپر هرونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ځئ چې د زړونو ځمکې واړوو سپرلي را ولو
د بارانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
دا چې دنيا په ځان د خپله زوره ولګول
ددې اورونو څه معلومه ده چې څه به کوي
که ستوري نه خو ځ اورورکي را نيسو
دماښامونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ما په ورغوي کې ډيوه د مخبت ونيوه
د توپانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
دچا دخولې په خاموشۍ دې سړی نه تېروځي
دچا دزړونو څه مغلومه د چې څه به کوي
د څړيکو
فصل مې سنبال کړو د پرهر په اوبو
دبارانونو څه معلومه د چې څه به کوي
دزړه داغونه خو به ځه سړی په زړه وساتي
دشنو خالونو څه معلومه ده چې څه به کوي