...

صاحب شاه صابر

د محبت لمن چې چا ونیوه

وایه چې لار یې د رښتیا ونیوه

هر سړی الوځي هوا رانیسي

هر چا د ګوتې نه بلا ونیوه

په کاڼو بوټو ې ټیکرې ګوري

ستا لېوني د ګودر خوا ونیوه

تا په خندا خبهر واړوله

ما په ژړا ژړا کې ساه ونیوه

اوس دې الوځي چې سیلۍ الوځی

ما په ورغوي کې رڼا ونیوه

دا خلک دغسې څه چل جوړوی

دې خلکو دغسې دنیا ونیوه

بڼو له څنډ ورکړه که ساه واخلمه

مرم د پرهر څړیکې مې ساه ونیوه

اوس راله سترګې پټوي صابره

ما یې په سترګو کې څه غلا ونیوه