...

صاحب شاه صابر

څوک یې اشرو له بلي څوک ترې لښکر جوړوي

هر زورور د پښتنو له پاره شر جوړوي

د پښتنو ځمکه به څه فصلونه وټوکوي

څوک پکې جنګ جوړوي څوک پکې سنګر جوړوي

جنګ به زمونږ نه وي خو مرو به پکې مونږ لېوني

څوک چې ختن اخلي مورچه به په خيبر جوړوي

پښتانه دې جنګونو داسې ځای ته ورسول

چې خپل کورونه ورانوي بل له دوتر جوړوي

دوى که چا دې ځمکې ته پرېښودل اسمان ته رسي

دا پښتانه ددې پراتې خاورې نه زر جوړوي

وخت چې په ما د څه احسان کوي نو داسې کوي

ما نه څرمن وباسي ماله ترې څادر جوړوي

هېڅ پوهه نه شمه چې څنګه پکې ونښلمه

ماله چې څوک دام جوړوي نو په هنر جوړوي

د جانان دا نوې ادا دې د نظره نه شي

زما د اوښکو د بارانه سمندر جوړوي

داسې څوک نشته چې په دې وراني کې لاس نه لري

داسې څوک نشته چې کابل او پېښور جوړوي