...

صاحب شاه صابر

زړه خو چې تا په مخه واخیستمه

ټولې دنیا په مخه واخیستمه

زه په خپل ښار کې لکه ورک لیونی

داسې سودا په مخه واخیستمه

ځه د‌ ارمان دعا قبوله شوله

غم په رښتیا په مخه واخیستمه

ما يي ایله د‌بڼو جنګ اولیدو

زه يي بیګا په مخه واخیستمه

نن د احساس ګریوان ته لاس اچوم

نن يې صفا په مخه واخیستمه

د‌ اسمانونو زور ته ودریدمه

خو ستا ادا په مخه واخیستمه

خپلو خیالونو د‌ نظره کړمه

خپلې ادا په مخه واخیستمه

د‌ خورو زولفو لیونو خیالونو

څه وارخطا په مخه واخیستمه