صاحب شاه صابر
د پرهر د څړیکې څړیکې نه چاپېر شم
کله کله د یو داسې درده تېر شم
ستا د زلفو ارمان راولي را ياد شي
چې د ستړي اسويلي په ول کې ګېر شم
ته مې مه هیروه ستا نه دې هېر نه شم
په دې نه یم که د نورو خلکو هېر شم
ستا په زړه کې خو مې ځائ د زړه پیدا کړو
اوس په مینه کې بالا یمه که زېر شم
زه د مينې د ارمان د سپرلي ګل يم
ما که ډیر بادونه ودوړوي ډېر شم
د کږو بڼو تېره غشي په زړه خورم
د وفا په شهیدانو کې به شمېر شم
چې په کلي کې څوك ګورمه صابره
د هغه سره په لار کې تير و بېر شم