...

صاحب شاه صابر

کله يې سره کله د سرو سپينو لښکر ووهي

دلته په دې خاوره مئين د چا نظر ووهي

ماله د غرونو د مرغيو له غم خوب نه راځي

چې څوک ظالم چرته په غرونو کې نښتر ووهي

چې پکې هغه ياران هغه محفلونه نه وي

سړی به داسې پېښور ته څه چکر ووهي

ستا په تکل د خپل وجود سيوري ته ودرېدمه

سړی ستومانه شي چې دغسې سفر ووهي

ستا د بڼو د لښکر هره قصه نوې قصه

کله مې زړه ورانوي کله مې سنګر ووهي

مونږه چې روغ يو خو زمونږ د جواب هيڅوک نه وي

مونږه چې وران شو نو سيکان هم پېښور ووهي

صابره بيا به ددنيا زورور وپېژنې

خدای دې هوښيار کړه چې مېخونه دې په سر ووهي