...

صاحب شاه صابر

د انتظار په غرغره تېره شوه

په ما بېګاه زبونه شپه تيره شوه

چا مې په څنګ کې ستوماني اوويسته

څه زوروره زلزله تيره شوه

لکه چې بيا د ځانه نه وم خبر

لکه چې بيا هغه کوڅه تيره شوه

ما او هغې يو بل ليدلې نه دي

کلونه وشو زمانه تيره شوه