...

صاحب شاه صابر

د پرهر څړیکې څړیکې شور یې کړمه

ښایست دې اور واخیسته اور یې کړمه

د مینې تړر عجیبه توکه وکړه

د لیونو د سترګو تور یې کړمه

ما یې په تورو زلفو ملا تړله

د سپینو ستورو د پیغور یې کړمه

د پښتنو غرونو د زوره لوګۍ

د لیونو سیندونو شور یې کړمه

وخت دې بې ځایه سترګې نه توروي

نوره به ګرانه شي که تور یې کړمه

باڼه یې وخوخول ووېرېدم

زلفې یې څنډ وهلې خور یې کړمه

ډېر که مې ستا د غم ټکور ورکاوه

درد زورور وه کر و کور یې کړمه