...

صاحب شاه صابر

باڼه دې مه څنډه چې نه پرېوځي

ستا د بڼو سره مې زړه پرېوځي

ستا د قامت ونه ولاړه اوسه

زما د سر سيوری دې نه پرېوځي

د محبت خېمه په سر ګرځوم

موسم يخ زی دی ساړه پرېوځي

د مازيګر دنيا بدله شوله

په ګودرونو زاڼې نه پرېوځي

په قامتونو قيامتونو مين

له ګړنګونو نه په څه پرېوځي