...

صاحب شاه صابر

رنګ د میکدې په بله واړوه

وخانده کاسې په بله واړوه

ګورې ګورې زلفې لږې څنډ وهه

غرونه غرونه شپې په بله واړوه

راشه د رنګونو سپرلي راوله

داسې دا کوڅې په بله واړوه

مات زړونه په مست نظر کې وپیره

ورانې هدیرې په بله واړوه

عشقه دا زاړه دنیا بدله کړه

خیال د زمانې په بله واړوه

بیا دې د کتو ادا بدله کړه

بيا مې ارادې په بله واړوه

پرېږده چې رڼې شي د رڼا قیصې

راشه تماشې په بله واړوه