صاحب شاه صابر
زلفي دي مه څنډه چي نه خوريږي
له خورو زلفو نه مې زړه
خوريږي
خپل محفلونه خو به ګرم ساتو
چي محفلونه شي ساړه خوريږي
ستا د قامت رنګ مي په سترګو کې وي
لړه خوريږي که تياره خوريږي
مينه د ښار ترخو لوګو وخوړه
د ژوند رنګونو کې تراخه خوريږي
پرهر مې څړیکې څړیکې ساه ونیوه
په مخ مې ستا د حیا سره خورېږي
زه د حالاتو د ارمان په زمکه
د مینې کر کوم خواږه خورېږي
د خدای په
زمکه به پښتو خوروى
چې په دنيا کې پښتانه خورېږي