...

صاحب شاه صابر

ښکاري څه بلا بدله شوې ده

مینه د دنیا بدله شوې ده

دا او هغه ټولې قیصې نورې دي

هغه ده که دا بدله شوې ده

نوره په تعویذ د ملا نه کېږي

مینه په ریښتیا بدله شوې ده

پرېږده د پرون خبره بله وه

نن د نن ادا بدله شوې ده

هر خوه طوفانونه طوفانونه دي

هر چاته هوا بدله شوې ده

زه او ته که نه بدلیږو څه اوشو

ستا او زما ساه بدله شوې ده

خیال یې د پرونه بدل شوی و

ژبه یې بیګاه بدله شوې ده

هره انتها بدله وګنه

هره ابتدا بدله شوې ده