صاحب شاه صابر
هغه رنګینه رنګونه نه وینو
نه به وي سپرلي ګلونه نه وینو
اوس د ژوند د ونې په ښاخونو کې
زوړند د الفت ټالونه نه
وینو
کېنه چې زاړه وختونه راولو
مه ځه چې زاړه ځانونه، نه وینو
زړونه د یادونو خزانې لرو
هسې خو خواږه خوبونه ، نه وینو
لا په سر کې سر د محبت لرو
لا د ځانه لو سرونه نه
وينو
ګل وینو خو! سترګې لرو زړه لرو
څنګه به د ګل زخمونه، نه وینو