...

صاحب شاه صابر

څنګه چې بې زړه شوه داسې خو نه وه

مینه چې څه شوه، داسې خو نه وه

ته سره لمبه شوې زه لوګی نه شوم

دا څنګه و شوه، داسې خو نه وه

په څه خفه ده، چې ماته ګوري

د قهره سره شوه، داسې خو نه وه

مخې له راغله په مخه لاړه

دا خو‌ ونه شوه، داسې خو نه وه

مينې مړې شوې، زړونه ماړه شو

دنیا چې څه شوه داسې خو نه وه

په هر خفګان مي اوس خفه کېږي

دا څنګه ښه شوه داسې خو نه وه