صاحب شاه صابر
څه زورورې وې څه زور يې کاوه
سترګو دې اور وراوه اور يې کاوه
انتظار ستا بې لوظي څه کوله
زه یې وژلمه پېغور یې کاوه
ما د زخمونو ژبې وتړلې
ما له يې
شر جوړوه شور يې کاوه
ګل په ورغوي کې پرهر ګرځوو
سینګار زما د زړه د کور یې کاوه
غم هېرول هسې خبره نه ده
پرهر چې خوله ور وسته اور يې کاوه
ستا د تنکې مينې د تاوه قربان!
زما د زړه د درد ټکور يې کاوه
د ځوانۍ خوب یې ويښوو صابره
مینې مستي کوله شور یې کاوه