صاحب شاه صابر
وخت د ګیلې نه دی ګیله
نه کوي
اوښکي مې اوس په بڼو شپه نه کوي
غم چې د زړه د ځیګر لار ولیده
اوس مې په سترګو کې دمه نه کوي
ما په تنکي زخم کې وکرله
څړیکه به ولې سره لمبه نه کوي
اوس په ککو کې زما نوم نه لیکي
اوس په بڼو کې اشاره نه کوي
د محفلونو رڼا ولمسوو
ګل د پرهر سره رشته نه کوي
زما د ښار په هوا څه شوي دي
ستا د بڼو د بڼ قیصه نه کوي
خلک د شپې خاموشۍ وویرول
اوس څوک د مینې وظیفه نه کوي
د مغلل خیلو ویره ورکه شوله
پښتانه جنګ په تاتره نه کوي
دا به صابر ژاړي غزل به لیکي
بل څوک شپه نه خوري ، شوګیره نه کوی