صاحب شاه صابر
چې په نصيب شوه د اسمانه شوله
لکه زمونږ روزي چې ګرانه شوله
چې بې جنونه بې جانانه شوله
دنيا خو دغه وه چې ورانه شوله
لاره وه، ستوري وو، اسمان و، شپه وه
خبره پاتې له کاروانه شوله
تنکي تنکي زخمونه وټوکيده
د انتظار صحرا ودانه شوله
عقله په تا چې مې باور کړی دی
هغه سودا مې د تاوانه شوله
ستا په خورو زلفو کې خو لټوي
ائينه ماته کړه حېرانه شوله
ما يې په سترګو کې تصوير جوړه و
هسې شکي شوه بدګمانه شوله
چې مينه خواره شوه که خوار شو زړونه
د غم سودا څنګه ارزانه شوله
وريځو رنګ واړو،پوهه شومه
په مېخانه څوک مهربانه شوله
د رقيبانو جوړه کړې دنيا
په اسويلي د مئين ورانه شوله
ستا د بڼو د بڼه و نه وته
سودا که هر څو پريشانه شوله
د دړديدلو زړونو خدای اسره شه
دنيا که ډيره بد ګومانه شوله
د پرهرونو د ګلونو خندا
د ګورو زلفو د بارانه شوله
وريځې راغلې چې راورسيده
باران راښکې شو چې روانه شوله
مونږه د خپلو زړونو ومنله
بس چې ناڅاپه مخامخ شو سره
سترګې زړې شوې مینه ځوانه شوله
په مونږ چې ورانه شوه د ځانه شوله
د نفرتونو تيارې وتمبيدې
چې د الفت شمع روښانه شوله
اوس يې د زړه په رضا پوهه شومه
صابره اوس مينه اسانه شوله