صاحب شاه صابر
د زمانې د سترګو رنګ اخلي
زما د زړه ائینه زنګ اخلي
په لونګینو غاړو وو یریږئ
ډیر سوداګر ګرځي لونګ اخلي
د محبت قیصه به څنګ نوې شي
نه څوک ګودر له ځي نه بنګ اخلي
چې سره مهران په کهسار ننوځي
بهرام خوشحال پرېږدي اورنګ اخلي
د لیونو سترګو د زوره لوګې
د ملنګانو نه قلنګ اخلي
سړې به څه چا سره مینه کوي
سړې به څه د کلي جنګ اخلي