...

صاحب شاه صابر

څوك نازولي نازنينه غواړي

زړه چې دعا غواړي په مينه غواړي

د ګلولښته خو به خدای پوهه کړي

د ګلو قدر د ګل چينه غواړي

زما په سترګو کې چې ځان وويني

هغه ورځ ډېر څه د ائينه غواړي

د زړه په زمکه په زخمونو كري

هر څوك چې دا دنيا حسينه غواړي

مینه مې هغسې ساده سپن زړې

د ياراني خبره سپينه غواړي

د لېونۍ ميني بلا ورکه شه

فرهاد د غرونو نه شيرينه غواړي

صابره مينې په غم واړولو

پرهر چې خوله پرانیزي وينه غواړي