صاحب شاه صابر
څه محبت څه انتظار یې کوو
زړه چې د کار وه نو څه کار یې کوو
مینې د چا خبره نه منله
د خپل اختیار وه خپل اختیار یې کوو
د محبت خونه چې ورانه نه وه
هر سړی ښه وه څه روزګار یې کوو
ساده مئینو پټه څه پېژنده
که بغاوت وه خو په جار یې کوو
درد د پرهر ائینه وڅنډله
لکه سپرلی چې وي سینګار یې کاوه
څړیکې زما د زخم زړه ته کتل
زړه یې بې واره وه خو وار یې کوو
ستا د قامت قصه مې هېره نه ده
څه هنګامه وه څه ناتار یې کوو
په غږ او غوږ چې پابندي وه سره
یو څو مارغان وه چې چغار یې کوو
د هر یزید په لاس د هر بېعته
زما یاران وو چې انکار یې کوو
دا به صابر وه ښه زه پوهه شومه
چې خوب یې نه وه انتظار یې کوو