صاحب شاه صابر
په ځان مئین یم په ځان ننګ کومه
د شکستونو سره جنګ کومه
د لونګين د لړه پرېوتمه
لو له راغلې یم لونګ کومه
هغه د څه خلکو په زړونو کې وي
زه چې خبره د کوم زنګ کومه
څنګ به د مینې رڼا نه ستايمه
څنګ به د خپل ارمانه څنګ کومه
چې د خوشحال منم خوشحال منمه
څنګ به ستاينه د اورنګ کومه
غم له د زړه د وینو رنګ ورکوم
د ژوند قیصه په نوي رنګ کومه