صاحب شاه صابر
ستړي زبيرګي نه کوي، ستم نه کوي
اوس څوک د هيڅ خبرې غم نه کوي
زمکه هم هغه جنتي زمکه ده
چې ادم نشته، نو غنم نه کوي
د غندل غاړو جينکو د غمه
ورشو غمژنه ده، شړشم نه کوي
زړه هغه وايي چې څه نه وايي څوک
هغه کوي چې څه عالم نه کوي
له دوزخونو يرېدلي خلق
پروا د ژوند د جهنم نه کوي
ډېرې خبرې د يارانو ښې دي
څه که يو څو کارونه سم نه کوي
د محبت دنيا بدله شوله
اوس څوک د درد علاج په دم نه کوي
زړونه بې خوږو شو غم نه پېژني
سترګې د کاڼو شولې، نم نه کوي
صابره! ستا مينه مې ومنله
غم ته غم وايي، خو ماتم نه کوي